Search

افغان کریکټ لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې درې شل‌اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کوي

News image
16 لړم 1404 - 18:29 حلیم

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد ملي لوبډله به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په میاشت کې د درې شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د ویسټ انډیز لوبډلې کوربه‌توب وکړي. دغه لوبلړۍ به د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب ترسره شي او د دواړو لوبډلو لپاره به د راتلونکي نړیوال شل‌اوریز جام د چمتووالي مهمه برخه وي.

د مهالوېش له مخې، لومړۍ شل‌اورېزه لوبه به د جنورۍ په ۱۹مه نېټه، دویمه به د جنورۍ په ۲۱مه نېټه او وروستۍ، درېیمه لوبه به د جنورۍ په ۲۲مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي، دا سیالۍ به د ملي لوبډلې د ارزونې او چمتووالي له پلوه ځانګړې ارزښت ولري. نوموړي زیاته کړې:

"د ویسټ انډیز پر وړاندې دا لوبلړۍ به زموږ د لوبغاړو د تجربې، د لوبډلې د توازن، او د نړیوال جام لپاره د بشپړ تیاري په برخه کې مهمه ونډه ولري. موږ باور لرو چې دا به له موږ سره مرسته وکړي څو له پیاوړې لوبډلې سره نړیوالو سیالیو ته لا ښه ورننوځو."

بل‌خوا، د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د کرکټ رییس مایلز بازکمب هم ویلي چې د افغانستان پر وړاندې سیالۍ به د دوی د لوبډلې د چمتووالي لپاره حیاتي ارزښت ولري. هغه ویلي:

"په اسیايي شرایطو کې د یوې ځواکمنې لوبډلې پر وړاندې لوبې کول به زموږ لوبغاړو ته عملي تجربه ورکړي او د هند او سریلانکا د نړیوال جام لپاره به مهم تمرین وي."

دغه درې شل‌اوریزې سیالۍ د افغانستان او ویسټ انډیز دواړو لپاره ستر اهمیت لري، ځکه د نړیوال جام وړاندې به دواړه ټیمونه د خپل ترکیب، پلانونو او ستراتیژیو د ازمایلو فرصت ترلاسه کړي.