د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له جاپاني سفیر ماساموتو کینیچي سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب، د رسنیو وضعیت او د نشهيي توکو ضد مبارزې پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جاپان سفیر د چهارشنبې په ورځ د
وزیر شیخ شېراحمد حقاني سره وکتل او څرګنده یې کړه چې هېواد یې د افغانستان د
فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره له طالبانو سره ګډ کار ته ژمن دی او دې برخې ته
ځانګړی اهمیت ورکوي.
ماساموتو کینیچي د افغانستان د ثبات لپاره د جاپان هڅو ته په اشارې
ویلي چې ټوکیو بشري مسایل له سیاسي موضوعاتو سره نه تړي او د طالبانو له لوري د
امنیت تامین او د نشه يي توکو
پر وړاندې مبارزه ستايي. هغه همداراز د افغانستان د رسنیو پر وضعیت خبرې کړي او له
ملي موزیم سره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي چې د جاپان او افغانستان خلک
تاریخي او ژورې اړیکې لري او د جاپان مرستې «صادقانه او له سیاسي اهدافو بېلې» دي.
حقاني هیله څرګنده کړې چې د افغانستان ملي موزیم او تاریخي آبداتو د ساتنې په برخه
کې د جاپان همکارۍ لا پیاوړې شي.
حقاني زیاته کړې چې طالبان د نشه
يي توکو د کر، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال د مخنیوي په ټولو برخو کې
خپلې ژمنې عملي کړې دي او په هېواد کې رسنۍ د افغاني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ
کې آزاده فعالیت کولی شي.