کابلټریبیون (کېټي) — د اروپايي ټولنې د بشري مرستو اداره وايي، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ وي چې له دې ډلې سلګونه زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ اخته دي.
د دې ادارې په وینا، سخته خوارځواکي د ماشومانو ژوند ګواښي او ښايي په
راتلونکو میاشتو کې د خوارځواکۍ وضعیت نور هم خراب شي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې استازې، شارلوټ، وايي چې اروپايي
ټولنه د هغو روغتیايي خدمتونو مالي ملاتړ کوي چې له خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو د
پېژندلو او درملنې په موخه وړاندې کېږي.
د هغې په وینا، د مرستندویه ادارو کارکوونکي لومړی خوارځواکي ماشومان
پېژني او د هغوی د روغتیايي وضعیت له ارزونې وروسته د درملنې مناسبه لاره ټاکي.
هغه ماشومان چې روغتیايي وضعیت یې نسبتاً ښه وي، په کورونو کې تر درملنې لاندې
نیول کېږي؛ خو هغه ماشومان چې له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ وي، د درملنې ځانګړو
مرکزونو ته لېږدول کېږي.
شارلوټ وايي، په دغو مرکزونو کې ماشومان د یوې، دوو یا درېیو اوونیو
لپاره د روغتیايي کارکوونکو تر څارنې لاندې ساتل کېږي او درملنه یې کېږي.
نوموړې همداراز خبرداری ورکوي چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سختې
نس ناستې پېښې زیاتې شي. د هغې په وینا، دا ناروغي په ځانګړي ډول د کوچنیانو ژوند
ګواښي او د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی یې د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه دی. هغې
زیاته کړې چې نس ناستی د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې خرابوي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ادارې استازې وايي، د مالي مرستو کمښت د
خوارځواکۍ د درملنې پر خدمتونو هم منفي اغېز کړی دی. د هغې په وینا، د بودجې د
نشتوالي له امله د تغذیې د درملنې یو شمېر مرکزونه تړل کېږي او ځینې نور خپل خدمات
محدودوي.
د دې وضعیت له امله، ډېر ماشومان له هغو بېړنیو روغتیايي خدمتونو او
درملنې بېبرخې پاتې کېږي چې ورته اړتیا لري.