کابلټریبیون (کېټي)— د روسیې په سایبریا سیمه کې د یوې پوځي باروړونکې الوتکې د لوېدو له امله ټول ۱۹ سپاره کسان وژل شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، د «An-12»
ډوله الوتکه د کېمېروو په سیمه کې د یوه عادي پرواز پر مهال په یوه
نااستوګنیزه سیمه کې لوېدلې ده.
د روسیې د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، دفاع وزارت د پېښې احتمالي
لامل تخنیکي ستونزه بللې او په اړه یې د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.
سیمهییزو چارواکو ویلي، د ژغورنې ډلو د الوتکې له لوېدو وروسته اور
مړ کړی او پولیسو د پېښې سیمه کلابنده کړې ده.