Search

د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب قانون لپاره د کانګرس ۱۱۴ غړو ملاتړ کړی

News image
25 لړم 1405 - 09:46 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د امریکا د استازو جرګې دوو ډیموکراټ غړو، سام لیکارډو او جېسن کرو، د هغه قانون د تصویب لپاره د خپلو نورو همکارانو ملاتړ راټولولو هڅې پیل کړې چې موخه یې د شرایطو وړ افغانانو ساتنه او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو مخنیوی دی.

سام لیکارډو د دوشنبې په شپه، د لړم په ۲۵مه، پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې نوموړي او جېسن کرو د «افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب قانون» په اړه د رایې اخیستو لپاره د جبري غوښتنلیک بهیر پیل کړی دی.

لیکارډو ویلي، امریکا باید له هغو افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی او د دې همکارۍ له امله یې ژوند له خطر سره مخ شوی دی.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د دواړو ګوندونو ۱۱۴ استازو د دغه غوښتنلیک ملاتړ کړی او لاسلیکونه یې کړي دي. د غوښتنلیک د بشپړېدو او د قانون په اړه د رایې اخیستو لپاره د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا ده.

لیکارډو ټینګار کړی چې د اړینو لاسلیکونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د «افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب قانون» موخه هغو افغانانو ته په امریکا کې د لنډمهاله خوندي پاتې کېدو زمینه برابرول دي چې د قانون شرایط پوره کوي، څو افغانستان ته د بېرته ستنېدو له خطر سره مخ نه شي. دغه قانون په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره مهم بلل کېږي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې ده.