Search

طالبانو په کندهار کې پر راډیوګانو د کرېکټ د خپرونو بندیز لګولی

News image
24 لړم 1405 - 17:59

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — طالبانو په کندهار کې سیمه‌ییزې راډیوګانې د کرېکټ اړوند د ټولو مطالبو له خپرولو منع کړې دي. په دې بندیز کې د لوبو ژوندۍ تبصرې، خبرونه او د لوبډلو د بریاوو په اړه راپورونه هم شامل دي.

د فرانس پرېس خبري اژانس (AFP) د یکشنبې په ورځ د دوو سیمه‌ییزو راډیوګانو د مسوولانو او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې دغه ریاست د شنبې په ورځ راډیوګانو ته د کرېکټ د خپرونو د بندولو لارښوونه کړې ده.

د دغه ریاست یوې سرچینې، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له فرانس پرېس سره خبرې کړې، د کرېکټ د خپرونو بندیز تایید کړی او ویلي یې دي چې ان د لوبډلو د بریاوو په اړه راپورونه هم نه شي خپرېدای.

په کندهار کې د دوو راډیوګانو مسوولانو هم ویلي چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ورته ټیلیفون کړی او د کرېکټ اړوند د ټولو مطالبو د خپرولو د بندولو امر یې ورته کړی دی. دغو مسوولانو د امنیتي اندېښنو له امله خپل نومونه نه دي ښودلي.

د افغانستان کرېکټ بورډ تر اوسه د دې پرېکړې په اړه د فرانس پرېس خبري اژانس د نظر غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې طالبانو تر دې مخکې د کرېکټ ملاتړ کړی او د واک ته رسېدو د کلیزې په مناسبت یې هم د دې لوبې سیالۍ جوړې کړې دي.

طالبانو په افغانستان کې پر ځینو نورو ورزشي فعالیتونو هم محدودیتونه لګولي دي. د ګډ رزمي هنر (MMA) لوبې یې منع کړې، خو نارینه او هلکان لا هم د کرېکټ لوبې کولو اجازه لري. ښځې او نجونې بیا له ورزشي فعالیتونو او ورزشي کلپونو ته له تګ څخه منع شوې دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله دا مهال د متحده عربي اماراتو په شارجه ښار کې له زمبابوې سره د دویمې ټېسټ لوبې په سیالۍ بوخته ده.