د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف د نویو صوبو یا اداري واحدونو د جوړولو په اړه د اساسي قانون د حکمونو پر رعایت هوکړه کړې او ټینګار یې کړی چې په دې تړاو د هر ډول ټولپوښتنې پرېکړه هم باید د پارلمان له تصویب پرته ونه شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه هوکړه د شنبې په ورځ د
دواړو مشرانو ترمنځ د شهباز شریف په ماډل ټاون استوګنځي کې د لیدنې پر مهال شوې
ده. دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د
نویو صوبو د جوړولو په اړه د خلکو د نظر معلومولو لپاره د ټولپوښتنې وړاندیز کړی
دی.
د راپور له مخې، زرداري په دې لیدنه کې ویلي چې د پاکستان پیپلز ګوند
دریځ د سند ایالتي اسمبلۍ له هغې پرېکړې سره سمون لري چې د دغه ایالت د وېش مخالفت
کوي. نوموړي ټینګار کړی چې د نویو صوبو د جوړولو هر اقدام باید د اساسي قانون له
ټاکل شوې کړنلارې سره سم ترسره شي؛ هغه دریځ چې شهباز شریف هم تایید کړی دی.
دواړو مشرانو همداراز هوکړه کړې چې د ټولپوښتنې د ترسره کېدو او خلکو
ته د وړاندې کېدونکو پوښتنو په اړه پرېکړه د پارلمان صلاحیت دی او دا به د پارلمان
له موافقې پرته عملي نه شي.
یوې باخبرې سرچینې د غونډې د ګډونوالو له قوله ډان ورځپاڼې ته ویلي:
«په پارلمان کې اکثریت به پرېکړه کوي چې ټولپوښتنه ترسره شي او که نه، او که ترسره
کېږي، پوښتنې به یې څه وي. له اجماع پرته دا موضوع یو ګام هم نه شي مخته تللی.
پارلمان نه شي څنډې ته کېدای.»
د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دوه ورځې مخکې د نویو صوبو یا اداري
واحدونو د جوړولو په اړه د ټولپوښتنې وړاندیز کړی و. هغه ویلي وو چې دغه بهیر د
موضوع د حل لپاره یوه لاره کېدای شي او ډاډ یې ورکړی و چې له وروستۍ پرېکړې مخکې
به له سیاسي ګوندونو سره مشوره وشي.
خو د پیپلز ګوند مشرتابه د سند د وېش مخالفت کوي. د دغه ګوند مشر
بلاول بوټو زرداري، د سند اعلی وزیر مراد علي شاه او نورو لوړپوړو چارواکو څو ځله
ویلي چې د سند وېشل د دوی لپاره له قانوني او سیاسي پلوه د منلو وړ نه دي.
په همدې حال کې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په دې وروستیو کې
ویلي وو چې که د نویو صوبو جوړول د ژبنیو، قومي او سیاسي ملاحظاتو پر ځای د اداري
اړتیاوو پر بنسټ وشي، پاکستان ان ۱۲ صوبې لرلی شي. نوموړي استدلال کړی چې د هېواد
د نفوس زیاتوالی د کوچنیو اداري واحدونو جوړول اړینوي، څو دولتي خدمتونه خلکو ته
په اغېزمنه توګه ورسېږي.
خو مسلم لیګ (ن) تر اوسه په دې اړه خپل رسمي دریځ نه دی اعلان کړی او
ویلي یې دي چې کله دا موضوع پارلمان ته وړاندې شي، خپل نظر به څرګند کړي.
د نقوي پیغام او د عمران خان موضوع هم څېړل شوې
د ډان د راپور له مخې، زرداري او شهباز شریف د خپلې لیدنې پر مهال د
کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هغه پیغام هم څېړلی چې نوموړي د خپل وروستي سفر پر
مهال د سند په نوابشاه کې ولسمشر ته رسولی و.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بندي بنسټګر عمران خان موضوع هم د
غونډې برخه وه. سرچینو ویلي چې غونډې ته معلومات ورکړل شوي چې له خپلو وکیلانو سره
د عمران خان وروستۍ څو ساعته لیدنه او د هغه د دوو خویندو له زندانه خوشې کېدل له
کومې ځانګړې پټې سیاسي هڅې سره تړاو نه لري.
بلخوا، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو
مشرانو د هېواد پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، د واکمن ایتلاف د شریکانو
ترمنځ پر همغږۍ او د عامه ګټو د پروژو پر پرمختګ خبرې کړې دي. په خبرپاڼه کې د
نویو صوبو د جوړولو او د ټولپوښتنې د وړاندیز یادونه نه ده شوې.
شهباز شریف ولسمشر زرداري ته ترکیې ته د خپل وروستي سفر په اړه هم
معلومات ورکړي دي. نوموړي په دغه سفر کې د اقلیم بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د
غړو هېوادونو په ۳۱م کنفرانس (COP31) کې ګډون
کړی و.