کابل ټریبیون (کابلټریبیون)— لوګزامبورګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي امانتي صندوق سره د ۱.۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بشري مرسته وکړه.
دغه مرستې به د
افغانانو لومړنۍ اړتیاوې پوره کولو او د
دوامدار اقتصادي پرمختګ په برخو کې به ځانګړې شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي امانتي صندو د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د دې مرستې د هرکلي ترڅنګ
ویلي، چې دا مرسته د افغانانو لپاره د هیلو او دوامدار مثبت بدلون په برخه کې د
نړیوالې همکارۍ یوه بېلګه ده.
دغه صندوق زیاته کړې، چې د لوګزامبورګ نوې مالي مرسته به د خلکو د
لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو، د ژوند د ورځنیو شرایطو په ښه کولو او د افغانستان
لپاره د یوه ښه راتلونکي په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړی امانتي صندوق د افغانستان د خلکو د لومړنیو او
بشري اړتیاوو د ملاتړ او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو د همغږۍ په موخه رامنځته
شوی دی.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې افغانستان لا هم له پراخ بشري ناورین
سره مخ دی. اقتصادي بېثباتي، بېکاري، اقلیمي بدلونونه، د نړیوالو مرستو کمښت او
له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو پراخې راستنېدنې د خلکو ستونزې زیاتې کړې
دي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو اټکلونو له مخې، تمه ده چې د ۲۰۲۶ کال له
نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به په افغانستان کې ۱۹.۲ میلیونه کسان د خوړو
له سخت کمښت سره مخ شي. همدارنګه، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا ۴.۰۴
میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
بشري مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي چې د مالي سرچینو کمښت د خوړو د
وېش، روغتیايي خدمتونو او د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې پروګرامونه له جدي
ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی ټینګار کوي چې د افغانستان د بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره د
نړیوالو مرستو دوام او د اړمنو خلکو لومړنیو اړتیاوو ته رسېدنه اړینه ده.