کابلټریبیون (کېټي) — د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو له حقونو ملاتړ د سولې او ټولنیز پرمختګ لپاره مهم دی.
د دغه سازمان د بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال عمومي منشي،
سفیر ډاکټر طارق علي بخیت، د نومبر په ۱۱مه د سازمان د عمومي منشي په استازیتوب، د
یوې نړیوالې غونډې ګډونوالو ته په ویډیويي پیغام کې د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو
او کار کولو د حقونو ملاتړ څرګند کړ.
دا غونډه د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دغه
هېواد د ښځو ملي شورا او د عربو د کورنۍ سازمان په همکارۍ جوړه شوې وه. د غونډې
شعار «د لا باثباته کورنۍ لپاره د ښځو پیاوړتیا» و.
بخیت په خپل پیغام کې د ښځو پر کرامت او د کورنۍ په ثبات کې د هغوی پر
رول ټینګار کړی او دا یې د پرمختګ او سولې له بنسټیزو اړتیاوو بللي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې هم له طالبانو غوښتي وو چې د
افغان ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په ګډون، له هغوی اخیستل شوي حقونه بېرته
ورکړي.
خو د دغه سازمان او نړیوالې ټولنې له پرلهپسې غوښتنو سره سره،
طالبانو د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار لګول شوي محدودیتونه نه دي لرې کړي.