کابل ټریبیون (کېټي) — د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټسټ او یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر رحمت شاه زرمتي د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د ټسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجهبندۍ کې اووم مقام خپل کړی دی.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یو لوبغاړی د ټسټ کرېکټ د نړۍ د لسو
غوره توپوهونکو په نوملړ کې ځای نیسي.
رحمت شاه تر دې دمه د افغانستان لپاره په ۱۴ ټسټ سیالیو کې د نږدې ۵۵
منډو په اوسط ۱،۳۷۲ منډې کړې دي. په دې منډو کې یې پنځه سلیزې او اووه نیمهسلیزې
شاملې دي.
د نوموړي دغه مقام د افغانستان د ټسټ کرېکټ په تاریخ کې یوه مهمه
لاسته راوړنه بلل کېږي.