کابل ټریبیون(کېټي) — د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک به سبا (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه) د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې دي.
نوموړي د دغه سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا سفر داسې مهال کېږي، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو. د دغې لیدنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د روسیې د اقتصادي پلاوي د راتګ یادونه نه وه شوې.
روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده. سره له دې، روسي چارواکي وخت ناوخت د افغانستان له خاورې د سیمې پر لور د احتمالي «ترهګریزو ګواښونو» په اړه اندېښنې څرګندوي.