Search

متقي او کابلوف د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

News image
19 لړم 1405 - 16:36 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کابل کې د لیدنې پر مهال د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو او د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو لورو د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او له شته اقتصادي فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په اړه بحث کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، متقي له روسیې سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې کابل او مسکو باید د متقابلو ګټو پر بنسټ له اقتصادي او سوداګریزو اسانتیاوو ګټه واخلي. دواړو لورو همدارنګه په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراخولو لپاره پر ګډو هڅو خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې کابلوف د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې وروستي پرمختګونه ستایلي او د نشه‌يي توکو پر وړاندې یې د دې ډلې هڅې د پام وړ بللې دي.

د خبرپاڼې په وینا، کابلوف د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه د ځینو نړیوالو ادارو راپورونه هم ناسم او له واقعیتونو لرې ګڼلي دي. خو د طالبانو وزارت د هغه د دغو څرګندونو په تړاو کوم سند نه دی خپور کړی او نه هم روسي لوري د لیدنې په اړه تر اوسه څرګندونې کړې دي.

متقي ویلي چې د طالبانو اداره د نشه‌يي بوټو د کښت، د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. هغه د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د افغانستان او د سیمې د نورو هېوادونو د امنیت او ثبات لپاره مهمه بللې ده.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده. روسي چارواکو په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان له خاورې څخه د سیمې لپاره د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د متقي او کابلوف ترمنځ په دې لیدنه کې دغو اندېښنو ته د اشارې یادونه نه ده کړې.