کابل ټریبیون (کېټي)— د سکاټلنډ کرکټ بورډ اعلان کړی چې له دې وروسته به له افغانستان سره یوازې د کرکټ نړیوالې شورا (ایسيسي) په سیالیو کې مخامخ کېږي او له دغه هېواد سره به دوهاړخیزې لوبې نه تر سره کوي.
کرکانفو د راپور له مخې، د سکاټلنډ کرکټ بورډ دغه پرېکړه د طالبانو د
حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو او په افغانستان کې د بشري
حقونو د وضعیت په غبرګون کې کړې ده.
د سکاټلنډ کرکټ بورډ ویلي، تر هغه به له افغانستان سره په خپل نوښت
سیالۍ نه ترسره کوي چې د افغانستان د ښځینه کرکټ او د بشري حقونو په وضعیت کې د
پام وړ بدلون نه وي راغلی. د دې پرېکړې له مخې، سکاټلنډ به یوازې د کرکټ نړیوالې
شورا په هغو سیالیو کې د افغانستان پر وړاندې لوبې کوي چې ګډون پکې اړین وي. په دې
کې د نړیوالو سیالیو له پیل مخکې تمریناتي لوبې هم شاملې دي.
دغه پرېکړه د افغانستان کرکټ بورډ سره د سکاټلنډ د اړیکو او همکاریو د
ارزونې وروسته شوې ده. د سکاټلنډ کرکټ بورډ دغه ارزونه د روان کال په اوړي کې پیل
کړې وه.
د کرکانفو د راپور له مخې، د ارزونې یو لامل د افغانستان کرکټ بورډ
غوښتنه وه چې د ایرلنډ پر وړاندې د سیالیو له سفر مخکې په سکاټلنډ کې د تمریناتي
اسانتیاوو څخه ګټه واخلي. خو د سکاټلنډ کرکټ بورډ دغه غوښتنه د ناوخته وړاندې کېدو
او د مناسبو ورزشي ځایونو د نهشتون له امله رد کړې وه.
د سکاټلنډ کرکټ بورډ همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ هغه غوښتنه هم
ارزولې وه چې د افغانستان په پلان شوي شلاوریز غورهلیګ (APL) کې د
سکاټلنډي لوبغاړو د ګډون په اړه یې کړې وه.
د سکاټلنډ پیلیز توپوهونکی جورج منسي د دغه هېواد یوازینی لوبغاړی دی
چې تېره اوونۍ د یاد لیګ په ډرافټ کې غوره شوی دی. د سکاټلنډ کرکټ بورډ ویلي، که
دغه لیګ د کرکټ نړیوالې شورا منظوري ترلاسه کړي، منسي ته به د ګډون لپاره د نهممانعت
سند (NOC) ورکړي.
دغه بورډ ویلي چې د خپلو لوبغاړو پر وړاندې به د تړون له مخې خپلو ژمنو
ته وفادار پاتې شي، خو په ټینګار سره یې څرګنده کړې چې په یاد لیګ کې د سکاټلنډي
لوبغاړو ګډون باید د طالبانو د حکومت یا د هغه د سیاستونو د ملاتړ په توګه ونه ګڼل
شي.
د کرکانفو د راپور له مخې، د سکاټلنډ کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د
خپلو نارینه او ښځینه لوبډلو قراردادي لوبغاړي له دې نوې تګلارې خبر کړي دي.
د سکاټلنډ دغه دریځ د اسټرالیا او د انګلستان او وېلز د کرکټ بورډونو
له تګلارو سره ورته والی لري. دغو ادارو هم د افغانستان پر وړاندې د دوهاړخیزو
کرکټ سیالیو په اړه محدودیتونه وضع کړي دي.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ،
په داسې حال کې چې د ښځو ملي کرکټ لوبډله او د ښځینه کرکټ د ودې لپاره اړین
جوړښتونه یې نه لرل.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د
ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه ولګول شول او د
ښځینه کرکټ د فعالیتونو د دوام مخه هم ونیول شوه.
بلخوا، د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې چې ډېری لوبغاړې یې په
اسټرالیا کې مېشتې دي، د ښځو د شلاوریز نړیوال جام له سیالیو سره هممهاله په
روان اوړي کې انګلستان ته سفر کړی و. د کرکټ نړیوالې شورا د روان کال په پیل کې د
یوې طرحې نقشه هم جوړه کړې چې له مخې یې ښايي دغه لوبډله تر ۲۰۳۰ کال پورې په
نړیوالو سیالیو کې د ګډون زمینه ومومي.