Search

ننګرهار کې یو کس خپله مېرمن په ډزو وژلې او تښتېدلی دی

News image
17 لړم 1405 - 09:26 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د طالبانو د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د جلال‌اباد ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمې کې یوه کس خپله مېرمن د کور مخې ته په ډزو وژلې او له سیمې تښتېدلی دی.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په وینا، دغه پېښه د لړم میاشتې په ۱۶مه نېټه رامنځته شوې او د پېښې عامل له ځایه تښتېدلی دی.

سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د تورن کس د نیولو هڅې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پېښې انګېزه او د وژنې اصلي لامل لا هم روښانه نه دی.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه جدي ټولنیزه او بشري ستونزه بلل کېږي. د ښځو د حقونو فعالان او د بشري حقونو بنسټونه په وار وار د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، جبري ودونو او کورني تاوتریخوالي په اړه اندېښنې څرګندوي.

د ښځو د ملاتړ محدود امکانات او عدالت ته د لاسرسي ستونزې هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو وضعیت لا ستونزمن کړی دی.