Search

ملګري ملتونه: نږدې ۹۰ میلیونه بېځایه شوي د اقلیمي ګواښونو له خطر سره مخ دي

News image
15 لړم 1405 - 10:11 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۹۰ میلیونه بېځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د وچکالۍ، سېلابونو او سختې ګرمۍ په ګډون له بېلابېلو اقلیمي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه بنسټ د یوه تازه راپور له مخې، د نړۍ نږدې درې پر څلورمه برخه بېځایه شوي کسان په هغو هېوادونو کې مېشت دي چې د اقلیمي بدلونونو له جدي اغېزو سره مخ دي. په راپور کې افغانستان او بنګله‌دېش د دغو هېوادونو د بېلګو په توګه یاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دغه راپور د اقلیمي بدلونونو په اړه د کاپ۳۱ غونډې تر جوړېدو مخکې خپور کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د اقلیمي ګواښونو له امله زیانمنو شویو بېځایه شویو کسانو ته خپلې مرستې زیاتې کړي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د اقلیمي بدلونونو له امله رامنځته کېدونکي ګواښونه د بېځایه شویو کسانو ستونزې لا پسې زیاتوي.