کابلټریبیون (کېټي) — د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د اوومې دورې محصلینو ته د مطالعې، زدهکړو د دوام او د ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا سپارښتنې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۱۴مه، په
یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې متقي د «افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ ډیپلوماسي» تر
سرلیک لاندې وینا کې د انسټیټیوټ محصلینو ته د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او
ډیپلوماټیکو مهارتونو د پیاوړتیا په اړه سپارښتنې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، متقي د طالبانو د بهرني سیاست پر اساسي اصولو، د
ډیپلوماسۍ پر ارزښت او د ډیپلوماټانو پر مسلکي او اخلاقي ځانګړتیاوو هم خبرې وکړې.
هغه همداراز د ملي ګټو پر ساتنې او له ګاونډیو، سیمهییزو او نړیوالو
هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د متقي د
سپارښتنو او څرګندونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.