کابلټریبیون (کېټي)— د بېپولې خبریالانو سازمان (اراساف) په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست د خبریالانو د څارنې، ګواښلو، نیولو او شکنجه کولو په برخه کې مهم رول لري او هڅه کوي د افغانستان رسنۍ د طالبانو په تبلیغاتي وسیلو بدلې کړي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۱۳مه، په خپاره کړي راپور کې د یو شمېر افغان خبریالانو د څرګندونو پر بنسټ ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خبریالانو پر وړاندې فشارونه زیات شوي او ګڼ خبریالان د خپلو راپورونو له امله نیول شوي، شکنجه شوي او ان په بند محکوم شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې لږ تر لږه ۷۷ خبریالان نیول شوي او له یوې اوونۍ څخه تر دوو کلونو پورې په بند کې ساتل شوي دي.
اراسافوايي، د طالبانو د استخباراتو ۰۱۵ ریاست په کابل او ولایتونو کې کارکوونکي لري، چې د راډیوګانو، ټلوېزیونونو او نورو رسنیو خپرونې څاري او هغه مطالب په نښه کوي چې د طالبانو له نظره د مناقشې وړ یا د هغوی د سیاستونو خلاف وي.
په راپور کې د یوه افغان خبریال له قوله راغلي، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د نیولو پر مهال د هغه سر په توره کڅوړه پوښلی، وهلی او د برېښنايي ډنډې په وسیله یې شکنجه کړی دی. دغه خبریال ویلي، چې د ۰۱۵ ریاست په یوه کوچنۍ خونه کې دوه اوونۍ ساتل شوی او ترې غوښتل شوي چې د نورو خبریالانو نومونه هم افشا کړي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د نورو خبریالانو څرګندونې هم رااخیستې او ویلي یې دي، چې د طالبانو چارواکو له رسنیو غوښتي چې د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو او بېوزلۍ په اړه راپورونه خپاره نه کړي او پر ځای یې هغه شنونکي او کسان خپلو خپرونو ته راوبولي چې د طالبانو له سیاستونو ملاتړ کوي.
د راپور له مخې، د ۰۱۵ ریاست فعالیتونه یوازې د خبریالانو تر څارنې او ګواښلو محدود نه دي، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو او ناسمو معلوماتو په خپرولو کې هم ونډه لري. RSF وايي، د دغه ریاست یوه ځانګړې څانګه ټولنیزې رسنۍ څاري او بله څانګه یې د تبلیغاتو او د عامه افکارو د اغېزمنولو چارې پر مخ وړي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر میاشت کې یو شمېر رسنیو داسې اسناد خپاره کړي چې د طالبانو د استخباراتو اړوند بلل شوي دي. د دغو اسنادو له مخې، د تبلیغاتي پروګرام لپاره د ۷۰.۷ میلیونه افغانیو، چې له ۹۰۰ زره یورو څخه زیاتېږي، بودجه اټکل شوې وه.
د راپور له مخې، په دغو اسنادو کې د نږدې ۱۵۰۰ ټولنیزو رسنیزو حسابونو یادونه هم شوې، چې د طالبانو د حکومت د تبلیغ، د مخالفانو د بدنامولو او د طالبانو په ګټه د روایتونو د خپرولو لپاره کارول کېږي.
اراسافد دغو حسابونو د ۲۰۲۶ کال د اګست میاشتې خپرونې هم څېړلې او ویلي یې دي، چې په ګڼو حسابونو کې ورته یا یو شان مطالب په لنډو وختونو کې خپاره شوي دي. د سازمان په وینا، ځینې حسابونه د ښځو په نومونو جوړ شوي او ځینې نور ځانونه د پنجشېر اوسېدونکي معرفي کوي.
بلخوا، د طالبانو ویاند حمدالله فطرت د ۰۱۵ ریاست د فعالیتونو په اړه د بېپولې خبریالانو سازمان پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، چې د استخباراتو په ګډون اړوندې ادارې د قانون په چوکاټ کې فعالیت کوي.
فطرت ادعا کړې، چې هېڅوک په خپلسري ډول نه نیول کېږي او له هېچا سره خپلسری چلند نه کېږي.