کابلټریبیون (کېټي)— د بلخ ولایت د کابل ـ مزارشریف پر لویه لاره نن سهار د دوو سوېفټ موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بلخ لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د چهارشنبې په
ورځ (د لړم ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ترافیکي پېښه نن سهار د
کابل-مزارشریف لویې لارې په اوږدو کې د دوو سوېفټ موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې
ده.
د خبرپاڼې له مخې، په پېښه کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د مړو
جسدونه یې خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. همداراز، څلور ټپیان د درملنې لپاره
روغتون ته لېږدول شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې یوه ورځ وړاندې هم د بلخ ولایت په
مرکز مزارشریف کې د دشت شور په سیمه کې د یوه ټېلري او سوېفټ موټر د ټکر له امله
یو کس مړ شوی و.
په دې وروستیو کې د بلخ ولایت پر لویو لارو د ورته ترافیکي پېښو تکرار
د خلکو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.