کابلټریبیون (کېټي)— د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران هڅه کوي چې د افغانستان په اړه سیمهییزې ډیپلوماټیکې خبرې بیا پیل کړي او په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د څلور اړخیزې غونډې کوربهتوب وکړي.
بقایي د دوشنبې په ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، د سیمې وروستیو بدلونونو او کړکېچونو د افغانستان د وضعیت او د دغه هېواد د ثبات او سیمهییز امنیت ترمنځ د تړاو په اړه د ایران پام نه دی اړولی.
هغه زیاته کړه چې ایران په تېر یوه کال کې د سیمهییزو څو اړخیزو غونډو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان، له فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان په اړه د څلور اړخیزو خبرو د بیا پیل لپاره هڅې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دغې غونډې د چمتووالي لپاره د دغه وزارت اړوند یوه عمومي رییس ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه کړي دي.
بقایي د راتلونکې غونډې په اړه وویل: «د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره، چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي، اړوندې ډیپلوماتیکې چارې په جدي توګه روانې دي.»
هغه ټینګار وکړ چې تهران د سیمې د مهمو لوبغاړو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي او د افغانستان په اړه ډیپلوماتیک بهیر یې په خپل کاري لومړیتوب کې ساتلی دی.
بقایي همداراز وویل چې ایران د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ سیمهییزې خبرې اترې هم په جدي توګه څاري او د دغه بهیر په څنډه کې یې له بېلابېلو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې خبرې کړې دي.
نوموړي د افغانستان د وضعیت، ترهګریزو ګواښونو او د ګاونډیو هېوادونو د ګډ امنیت ترمنځ پر تړاو ټینګار وکړ او ویې ویل چې سیمهییز کړکېچونه د افغانستان د موضوع اهمیت نه شي کمولای.
سره له دې چې تهران د څلور اړخیزې غونډې د جوړېدو لپاره د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو خبر ورکړی، خو بقایي د غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه او د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.