کابلټریبیون (کېټي)— د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولین ته په یوه لیک کې له هغوی غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان لغوه کړي.
د یاد لیک له مخې، د کانګرس غړو د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې
چې ګواکې د ډونالډ ټرمپ حکومت غواړي له ۱۵۰ زیات افغان کډوال د پاکستان له لارې
افغانستان ته ولېږدوي.
د کانګرس غړو ویلي چې په دغو کسانو کې د هغو افغانانو د کورنیو غړي هم
شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې او د امریکا
حکومت یې د خوندیتوب ژمنه کړې ده.
هغوی ټینګار کړی چې د دغو افغانانو بېرته افغانستان ته لېږل د هغوی
ژوند او خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کولای شي.
په لیک کې د احتمالي ایراني کډوالو د ایستلو په اړه هم اندېښنه څرګنده
شوې او له ټرمپ ادارې غوښتل شوي چې د افغانانو او ایرانیانو د بېرته لېږلو لپاره
پلان شوې الوتنې لغوه کړي.
د کانګرس غړو له امریکایي چارواکو غوښتي چې د دغو کډوالو د خوندیتوب
په اړه خپلې ژمنې عملي کړي او د هغوی د جبري ستنولو مخه ونیسي.