Search

ټرمپ: کولای مې شول د افغانستان جګړه په درېیو اوونیو کې وګټم

News image
11 لړم 1405 - 10:20 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) — د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، که یې غوښتلای، کولای یې شول د افغانستان جګړه په یوازې درېیو اوونیو کې وګټي.

ټرمپ دغه څرګندونې د امریکا د ایوا ایالت په ډوبیوک ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي د افغانستان او ویټنام جګړو ته په اشارې سره پر پخوانیو امریکايي ولسمشرانو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په دغو جګړو کې د سلګونو زرو کسانو له وژل کېدو سره سره امریکا د روښانه بریا لپاره جګړه نه ده کړېږ

هغه ویلي: «موږ د ګټلو لپاره جګړه نه کوله، بلکې د مساوي پایلې لپاره جګړه کوله. زه نه پوهېږم چې موږ څه کول.»

ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله د امریکا پر پخواني ولسمشر جو بایډن نیوکې کړې او له افغانستانه یې د امریکايي ځواکونو وتل شرموونکی بللی دی.

د ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا په افغانستان کې تر شلو کلونو ډېر پوځي حضور درلود، خو په ۲۰۲۱ کال کې د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو حکومت بېرته واک ته ورسېد.

د سیاسي او پوځي چارو د شنونکو په باور، امریکا له دومره اوږده پوځي حضور او پراخو لګښتونو سره سره ونه توانېده په افغانستان کې خپلې اعلان شوې موخې ترلاسه کړي.