Search

راپور: په افغانستان کې له مرګونو زلزلو یو کال وروسته هم زرګونه کورنۍ بې‌ځایه دي

News image
11 لړم 1405 - 07:39

کابل ټریبیون (کې‌ټي) — د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو نړیوال فدراسیون (ای‌اف‌ار‌سي) وايي، په افغانستان کې زرګونه کورنۍ لا هم بې‌ځایه دي او د دوو سترو زلزلو له امله د هېواد په ځینو سیمو کې د پراخې ویجاړۍ له رامنځته کېدو څه باندې یو کال وروسته، بشري وضعیت لاهم ترینګلی دی.

دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، ګڼ شمېر زلزله‌ځپلي لا هم په لنډمهالو سرپناه‌ځایونو کې ژوند کوي، چې د ژمي د رانږدې کېدو او د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله د معمول په پرتله د زیاتو ورښتونو اټکل ته په پام، د اوسېدو لپاره مناسب نه دي.

د ۲۰۲۵ کال د اګسټ په ۳۱مه، د افغانستان په سوېل ختیځ کې د ننګرهار ولایت جلال‌اباد ښار ته نږدې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزله وشوه. دې زلزلې کونړ او ننګرهار ولایتونه او همدارنګه د لغمان او نورستان ځینې سیمې اغېزمنې کړې.

د ای‌اف‌ار‌سي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې تر ۲۱۵۰ ډېر کسان مړه او له ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان شول او نږدې ۵۰۰ زره کسان یې اغېزمن کړل. له ۲۲۱ زرو ډېر کسان د بشري مرستو بېړنۍ اړتیا ته پاتې شول، په داسې حال کې چې زرګونه کورونه ویجاړ او په کونړ او ننګرهار کې تر ۳۰۰۰ ډېرې کورنۍ بې‌ځایه شوې.

د سپټمبر په ۵مه د ۵.۶ او د همدې میاشتې په ۲۳مه د ۴.۹ درجې زلزلو په ګډون څو پرله‌پسې ټکانونو هم زیانمنو سیمو ته نور زیانونه واړول او د مرستو رسولو چارې یې له ستونزو سره مخ کړې.

د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۳مه د افغانستان په شمال کې بله لویه زلزله وشوه. د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې دې زلزلې د بلخ او سمنګان ولایتونو ترمنځ پولې ته نږدې، د ځمکې په ۲۸ کیلومترۍ ژوروالي کې رامنځته شوه. ټکانونه یې د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو او همدارنګه په ګاونډیو هېوادونو ازبکستان او قزاقستان کې احساس شول.

دای‌اف‌ار‌سي په وینا، دویمې زلزلې ۲۶ کسان مړه او تر ۱۱۷۲ ډېر ټپیان کړل او شاوخوا ۳۰۲۷ کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړل.

دې زلزلې ۲۲ روغتیايي مرکزونه هم زیانمن کړل او ۹۱ ښوونځي او د اوبو ۱۸ سرچینې یې له کاره وایستلې. له دې سره اړین خدمات ګډوډ شول او د عامې روغتیا خطرونه زیات شول.

د دې سازمان په وینا، د میاشتو بشري مرستو له رسولو سره سره، زیانمنې ټولنې لا هم د څښاک پاکو اوبو له کمښت، روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي او د عاید د سرچینو له نشتوالي سره مخ دي.

زلزلو د خوراکي توکو زېرمې، فصلونه، څاروي او کرنیز وسایل هم له منځه وړي، چې له امله یې د خوړو ناامني زیاته شوې، کرنیز فعالیتونه ګډوډ شوي او سیمه‌ییز بازارونه اغېزمن شوي دي.

ای‌اف‌ار‌سيویلي، د زلزلو له پېښې مخکې هم ډېرې اغېزمنې کورنۍ له ستونزمن اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ وې، خو له دې پېښو وروسته اړې شوې چې د ستونزو د زغملو لپاره لا سختې لارې چارې خپله کړي.

دغه سازمان زیاته کړې، د بې‌ځایه شویو مېشت‌ځایونه پراخ شوي، ځکه افغانستان ته د خلکو د بېرته ستنېدو بهیر دوام لري. له همدې امله کورنۍ په ګڼ‌مېشتو او له ګڼه‌ګوڼې ډکو شرایطو کې ژوند کوي او پر هغو خدمتونو یې فشار لا زیات کړی چې له مخکې هم تر خپل ظرفیت ډېر بوخت دي.

د بشري مرستو بهیر اوس د بیارغونې لومړنیو پړاوونو ته اوښتی او د روغتیايي پاملرنې په ګډون د اړینو خدمتونو د ملاتړ چارې روانې دي. د بیارغونې هڅې د سرپناه برابرولو، د خلکو د معیشت د بېرته رغولو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او روغتیا ساتنې پر برخو هم متمرکزې دي.

ای‌اف‌ار‌سيویلي، د زیانمنو کورنیو د ژوند د بېرته جوړولو او د هغوی د دوامدارو بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره لا ډېرو مرستو ته بېړنۍ اړتیا ده.