Search

په لغمان کې ټرافیکي پېښې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان کړي

News image
11 لړم 1405 - 07:13 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د طالبانو د لغمان امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه تېر ماښام د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان کڅ په سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ټپیان د درملنې لپاره د لغمان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.