کابلټریبیون (کېټي)— د هالنډ سمندري ځواکونو د دغه هېواد په سویلي ساحلونو کې ۳۸ کسان له یوې ربړي کښتۍ ژغورلي چې انجن یې نهدرلود. د هالنډي رسنیو د راپورونو له مخې، په ژغورل شویو کسانو کې ۳۶ افغانان او دوه د سوډان وګړي شامل دي.
د هالنډ سمندري ځواکونو د شنبې په ورځ، د لړم په ۹مه، ویلي چې دغه
کسان په داسې حال کې ژغورل شوي چې کښتۍ یې په اوبو کې بېلارې روانه وه.
د هالنډ د پولیسو د معلوماتو له مخې، ټول ژغورل شوي افغانان نارینه دي
او د سوډان دوه وګړي د انساني قاچاق په شک نیول شوي دي.
چارواکو ویلي چې د کښتۍ هېڅ یوه سپرلۍ د ژغورنې واسکټ نهدرلود. تر
اوسه څرګنده نهده چې دغو کسانو خپل سفر له کوم ځایه پیل کړی او وروستی مقصد یې
چېرته و.
هالنډي چارواکي څېړي چې ایا ژغورل شوي کسان په دغه هېواد کې د پناه
غوښتنه کوي که نه. د چارواکو په وینا، که هغوی د پناه غوښتنه وکړي، غوښتنلیکونه به
یې د اړوندو قوانینو له مخې وڅېړل شي.
د بلجیم پولې ته نږدې د یوې سیمې د پولیسو یوه ویاند ویلي، هغه کسان
چې په هالنډ کې د پاتې کېدو لپاره د پناه اخیستلو شرایط پوره نهکړي، له دغه
هېواده به د وتلو غوښتنه ترې وشي.