کابلټریبیون (کېټي)-- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، واشنګټن د افغانستان له خاورې د ترسره کېدونکو بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې درک کوي او نه غواړي چې دغه هېواد د ترهګرۍ هدف وګرځي. نوموړي زیاته کړه چې امریکا چمتو ده، که د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې ګټور رول لوبولی شي، نو دا کار به وکړي.
روبیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۹مه، په یوه خبري غونډه کې وویل، د پاکستان په باور، طالبان د هغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي چې د افغانستان له خاورې یې ملاتړ کېږي او له همدې امله اسلاماباد د دغو بریدونو پر وړاندې اقدام کړی دی.
نوموړي زیاته کړه چې امریکا چمتو ده، که د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې ګټور رول لوبولی شي، نو دا کار به وکړي.
روبیو وویل: «پاکستان د هغو ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن دی چې د افغانستان له خاورې یې ملاتړ کېږي. د پاکستان په اند، طالبانو د دغو بریدونو د مهارولو لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.»
هغه ټینګار وکړ: «موږ نه غواړو چې پاکستان د ترهګرۍ هدف وګرځي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې وویل، واشنګټن له طالبانو سره نږدې اړیکې نهلري.
د روبیو څرګندونې په داسې حال کې دي چې د پاکستان او طالبانو د حکومت ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وسلهوالو د فعالیتونو او حضور پر سر سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت هم د اکټوبر په ۳۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د طالبانو له لوري د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اقداماتو نشتوالی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. دغه وزارت خبرداری ورکړی و چې پاکستان به د خپل ملي امنیت پر وړاندې ګواښونه ونهزغمي.
د دې اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو، چې پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره خبرو اترو ته لېوالتیا نهلري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرو ډلو په مهارولو کې د هغه ناکامي د دې لامل شوې چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.