کابلټریبیون (کېټي)— د بلخ په مرکز مزارشریف کې د باختر بازار په اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۱۳۶ دوکانونه په بشپړ ډول سوځېدلي او هټۍ والو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.
د طالبانو د بلخ د والي رسنیز دفتر د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۰مه،
ویلي چې اور د روضې شریفې د شادیان دروازې ته څېرمه د باختر بازار په زیرزمینۍ کې
لګېدلی دی.
د طالبانو سیمهییزو چارواکو د اورلګېدنې لامل د برېښنا د مزو شارټي
او د بازار د مسوولینو او هټۍ والو بېاحتیاطي بللې ده. د دوی په وینا، د بازار
غیرمعیاري جوړښت هم د اور د چټک خپرېدو لامل شوی دی.
بلخوا، هټۍ والو او ځایي اوسېدونکو د اور وژنې د ډلو پر ناوخته رسېدو
نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو د اطفایې کارکوونکي د پېښې ځای ته پر وخت نه
دي رسېدلي.
د اورلګېدنې د څرنګوالي او د زیانونو د کچې په اړه نور جزئیات نه دي
خپاره شوي.