Search

ترک هېوادونه وايي د افغانستان په اړه خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکوي

News image
9 لړم 1405 - 11:33 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د ترک هېوادونو سازمان په خپله دیارلسمه سرمشریزه کې د افغانستان د سولې، ثبات او دوامدارې پراختیا لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه سازمان په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې غړي هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت، سیاسي بدلونونه او بشري شرایط له نږدې څاري.

په اعلامیه کې راغلي چې د سازمان غړي هېوادونه به د ځانګړې کاري ډلې او نورو شته میکانېزمونو له لارې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

دغه راز، په اعلامیه کې د ټرانس افغان اوسپنې پټلۍ پر ارزښت هم ټینګار شوی او دا پروژه د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلون او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بلل شوې ده.

د ترک هېوادونو سازمان دیارلسمه سرمشریزه د ترکیې په کوربه‌توب د دغه هېواد په پلازمېنه انقره کې جوړه شوې وه.