Search

د قطر او ملګرو ملتونو چارواکو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

News image
9 لړم 1405 - 09:04

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د ملګرو ملتونو په چارو کې د قطر دایمي استازې عالیه احمد بن سیف آل ثاني په نیویارک کې د دغه سازمان د سرمنشي له مرستیالې روزمري ډیکارلو سره کتلي او د افغانستان پر وروستي وضعیت یې خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې آل ثاني د افغانستان د ثبات لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ په برخه کې له ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره د خپل هېواد پر دوامدارې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د قطري رسنیو په وینا، روزمري ډیکارلو هم د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت د وروستیو بدلونونو او په دې برخه کې د نړیوالو هڅو په اړه معلومات شریک کړي دي.

ډیکارلو دغه څرګندونې کابل ته د خپل وروستي سفر په رڼا کې کړې دي.