کابلټریبیون (کېټي)— نیویارک ټایمز ورځپاڼې د درېیو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا حکومت غواړي لسګونه افغان کډوال د نومبر په دویمه نېټه د یوې ځانګړې الوتنې له لارې پاکستان ته ولېږدوي او وروسته یې افغانستان ته وشړي.
د راپور له مخې، دغه افغانان اوس مهال د امریکا په لوزیانا ایالت کې د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې په توقیف ځایونو کې ساتل کېږي.
په دوی کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال له دغو ځواکونو سره کار کړی دی.
ورځپاڼه وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو نشتوالي له امله په پام کې ده چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او وروسته یې اسلاماباد افغانستان ته وشړي. د راپور له مخې، ډېری دغه افغانان ښايي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته له ستنېدو وروسته له ځورونې او تعقیب سره مخ شي.
په احتمالي شړل کېدونکو کسانو کې یو ۴۷ کلن همجنسباز افغان هم شامل دی چې یوازې یې خپل نوم «محمد» ښودلی دی. نوموړي ویلي، د خپل ژوند په اړه جدي اندېښنه لري او افغانستان ته ستنېدل ورته له مرګوني خطر سره مخامخ کېدل دي.
محمد چې په ۱۹۸۱ کال کې د دوه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره امریکا ته کډوال شوی، ویلي چې په افغانستان کې همجنسبازان له سختو ګواښونو سره مخ دي او د طالبانو تر واک لاندې دغه هېواد ته ستنېدل یې ژوند له خطر سره مخ کوي.
په یوه بل مورد کې، یو افغان چې مېرمنې یې د افغانستان په ملي اردو او د ښځینه پولیسو په لیکو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی و، په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا تر نیول کېدو او شکنجه کېدو وروسته امریکا ته تللی دی. خو د راپور له مخې، د هغه د پناه غوښتنه رد شوې ده.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند ویلي، د کډوالۍ او ګمرکونو اداره د احتمالي شړلو د عملیاتو، د الوتنو د مهالوېش، د مسافرو د نوملړ او یا هم د انفرادي دوسیو په اړه څرګندونې نه کوي.
د دغو افغانانو د لېږدولو پلان لومړی بلومبرګ افشا کړی و او وروسته نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو او د کډوالو د مدافع وکیلانو په مرسته د دې پلان نور جزییات خپاره کړل.
په همدې حال کې، د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان ایوک» مشر شان ون ډایور ویلي، د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د ټاکنو له اونۍ سره هممهاله یو شمېر افغان کډوال له امریکا وباسي.
نوموړي د امریکا له کانګرس غوښتي چې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب لایحه تصویب کړي، څو د هغو افغان کډوالو د شړلو مخه ونیول شي چې په افغانستان کې له احتمالي ګواښونو سره مخ کېدای شي.