کابل ټریبیون (کېټي) — د امریکا د نیواډا ایالت فډرالي څارنوالۍ اعلان کړی، چې پر یوه افغان او یوه سوډاني وګړي د ۲۰۲۴ کال په فډرالي ټاکنو کې د ناقانونه رایې ورکولو په تور قضیې ثبت شوې دي.
د نیواډا د فډرالي څارنوالۍ دفتر د معلوماتو له مخې، خالده صافي، چې په امریکا کې د دایمي استوګنې قانوني اسناد لري، د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵مه د رایې ورکولو په تور تورنه شوې ده.
همدارنګه، منیر الزبیر علي یوسف، چې د سوډان تبعه او په امریکا کې د دایمي استوګنې قانوني اسناد لري، د همدې کال د اکټوبر په ۲۹مه د رایې ورکولو په تړاو تورن شوی دی.
د قضايي اسنادو له مخې، پر دواړو کسانو د بهرني وګړي له خوا د رایې ورکولو یو ـ یو تور لګېدلی دی. د امریکا د قانون له مخې، د دې جرم په صورت کې تر یوه کال پورې د بند سزا، تر ۱۰۰ زره ډالرو پورې جریمه، یا دواړه سزاوې ټاکل کېدای شي.
د امریکا د فدرالي څارنوالۍ دفتر ویلي، چې د دواړو کسانو د رایو موضوع په هغو ټاکنو پورې تړاو لري چې د ولسمشر، مرستیال ولسمشر، د سنا مجلس او د استازو جرګې د غړو ټاکنې هم پکې شاملې وې.
د دغو قضیو څېړنې د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې او د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) له خوا ترسره شوې دي.
چارواکو ویلي، چې د دواړو تورنو کسانو محکمې ته د لومړني حاضرېدو نېټه لا نه ده ټاکل شوې.
د یادونې وړ ده، چې لګېدلي تورونه لا په محکمه کې نه دي ثابت شوي او دواړه کسان تر هغه وخته بېګناه ګڼل کېږي، چې جرم یې د قانون له مخې ثابت شي.