Search

فیصل کریم کنډي: پر انګور اډې د بریدونو په غبرګون کې پاکستان پرېکنده ځواب ورکړی

News image
6 لړم 1405 - 09:19 خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون (کې‌ټي) — د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وايي چې افغان طالبانو د سوېلي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې پر بازار او د ملکي وګړو پر کورونو بریدونه کړي او پاکستاني ځواکونو یې په ځواب کې پوځي اقدام کړی دی.

کنډي دغه بریدونه بې‌دلیله تېری بللی او ویلي یې دي چې پاکستان به د خپلې خاورې او وګړو پر وړاندې بریدونه ونه زغمي.

نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني پوځ د دغو بریدونو په ځواب کې سملاسي او پرېکنده اقدام کړی دی. هغه ټینګار کړی چې پاکستاني وسله‌وال ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او د خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري.

د خېبر پښتونخوا والي ویلي چې دغه ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د زرګونو کسانو قرباني ورکړې او هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړي. هغه خبرداری ورکړی چې د پاکستان پر وړاندې هر ډول تېري ته به په کلکه ځواب وویل شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو او ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله د دغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.