کابل ټریبیون (کېټي)— د آذربایجان سرحدي ځواکونو درې افغان وګړي له ایران څخه دغه هېواد ته د ناقانونه اوښتو پر مهال نیولي دي.
د آذربایجان خبري اژانس د راپور له مخې، د آذربایجان د دولتي سرحدي خدمت مطبوعاتي مرکز ویلي، چې دغه درې کسان د سرحدي ځواکونو د مسؤلیت په سیمه کې د ترسره شویو عملیاتي او پوځي اقداماتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د راپور له مخې، نیول شوي کسان د افغانستان اتباع دي او غوښتل یې له ایران څخه په ناقانونه توګه د آذربایجان خاورې ته واوړي.
د آذربایجان د دولتي سرحدي خدمت په وینا، دغه کسان د سرحدي ځواکونو له لوري د ترسره شویو اقداماتو پر مهال نیول شوي دي.
تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت، د هغوی د احتمالي موخې او د قضیې په اړه د نورو اقداماتو په تړاو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.