کابل ټریبیون (کېټي) —کویټ د افغانستان له بشري مرستو صندوق سره د ۲.۵ میلیونه ډالرو نوې مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سېشنبې په ورځ پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه خپاره کړي پیغام کې د کویټ له صندوق څخه د دې مرستې له امله مننه کړې ده.
دغه دفتر ویلي چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې د کویټ ملاتړ په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام لپاره مهم رول لرلی دی.
د افغانستان د بشري مرستو صندوق د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې فعالیت کوي او د بسپنهورکوونکو مالي مرستې هغو بشري مرستندویه ادارو ته رسوي چې په هېواد کې له بېړنیو اړتیاوو سره د مخ خلکو لاسنیوی کوي.
افغانستان لا هم له پراخو بشري ستونزو سره مخ دی. بېوزلي، د خوړو نهخوندیتوب، بېځایه کېدل، طبیعي پېښې او اړینو خدمتونو ته محدود لاسرسی د ګڼو کورنیو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.
بشري مرستندویه ادارې د زیانمنو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د نړیوالو بسپنهورکوونکو پر مالي ملاتړ تکیه کوي. دغه مرستې د خوړو، روغتیايي خدمتونو، سرپناه او نورو اړینو بشري خدمتونو په برابرولو کې کارول کېږي.
دا نوې مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې بشري مرستندویه ادارې د مالي سرچینو له کمښت او د افغانستان له روانو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او د اړمنو خلکو لپاره د مرستو دوام لا هم نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.