کابلټریبیون (کېټي)— رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ په تهران کې له ایراني چارواکو سره د سیمهییزې همغږۍ او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي.
د سرچینو په وینا، په دې لیدنه کې به د سعودي عربستان د دفاع وزیر
خالد بن سلمان او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ګډون وکړي. خو د ترکیې د استازي
نوم تر اوسه نه دی څرګند شوی.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سیمې امنیتي وضعیت ترینګلی
شوی او د راپور له مخې، پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه زیات شوي دي.
د راپور له مخې، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د روان کال په اګست
میاشت کې د ګډ دفاعي تړون د لاسلیک کولو له لارې خپلې دفاعي همکارۍ پیاوړې کړې دي.
د یاد تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید د ټولو غړو هېوادونو پر وړاندې
برید ګڼل کېږي.
تر اوسه د دې غونډې د اجنډا او احتمالي پایلو په اړه نور جزییات نه دي
خپاره شوي.