کابلټریبیون (کېټي) — سعودي عربستان د ګوزڼ د له منځه وړلو د نړیوالو هڅو د ملاتړ لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي. د دې مرستو له لارې په ځانګړي ډول په افغانستان او پاکستان کې د واکسیناسیون، د ناروغۍ د مخنیوي او څارنې له پروګرامونو ملاتړ کېږي.
د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو او ژغورنې مرکز د معلوماتو
له مخې، دغه مرکز په ۲۰۲۵ کال کې له روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د
ماشومانو له ملاتړ صندوق (یونیسف) سره دوه هوکړې لاسلیک کړې، چې موخه یې هر کال د ۳۷۰
میلیونه ماشومانو د ګوزڼ پر وړاندې ساتنه ده.
د دغو هوکړو له مخې، ۳۰۰ میلیونه ډالره د روغتیا نړیوال سازمان د هڅو
د ملاتړ لپاره ځانګړي شوي، څو په هغو هېوادونو کې چې د ګوزڼ له لوړ خطر سره مخ دي،
د ناروغۍ د مخنیوي، تخنیکي ملاتړ او د خپرېدو د څارنې چارې پیاوړې شي. په دې
هېوادونو کې افغانستان او پاکستان ځانګړی ځای لري.
د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دویمه هوکړه د یونیسف د پروګرامونو
ملاتړ کوي. دغه مرستې به د واکسینونو د پېرلو، د واکسینونو د سړې ساتنې د
اسانتیاوو، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو او د عامه پوهاوي د کمپاینونو لپاره وکارول
شي.
د ملک سلمان د بشري مرستو او ژغورنې مرکز ویلي چې سعودي عربستان په
بېلابېلو هېوادونو کې د ګوزڼ د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره ۱۵ پروژې پلې کړې، چې
ټولیز ارزښت یې له ۵۲۱ میلیونو ډالرو اوړي.
دغه مرکز په ۲۰۲۲ کال کې هم د برلین د نړیوالې روغتیايي سرمشریزې په
څنډه کې له روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف سره هوکړې لاسلیک کړې وې. د دغو هوکړو
موخه په سومالیا، سوډان، عراق، کانګو، د مرکزي افریقا جمهوریت، ګیني، افغانستان او
پاکستان کې د شري او ګوزڼ د خپرېدو مخنیوی و. د مرکز په وینا، له دغو پروګرامونو
څخه تر ۱۴ میلیونو ډېرو کسانو ګټه اخیستې ده.
همداراز، په ۲۰۱۶ کال کې یاد مرکز د فلسطین د عامې روغتیا وزارت ته د
مننژیت او ګوزڼ د واکسینونو ۱۵ زره ـ ۱۵ زره دوزه ورکړي وو او په افغانستان کې یې
هم د ګوزڼ د درملنې، کنټرول او مخنیوي له هڅو ملاتړ کړی و.
دا هڅې په داسې حال کې روانې دي چې ګوزڼ یوه ساري ناروغي ده او په
ځانګړي ډول په ماشومانو کې د دایمي فلج لامل کېدای شي. د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره
واکسیناسیون، د عامه پوهاوي لوړول او د ناروغۍ د خپرېدو څارنه مهم رول لري.
سعودي عربستان ویلي چې د نړیوالو شریکانو په همکارۍ به د واکسیناسیون
او د ساري ناروغیو د مخنیوي د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.