کابلټریبیون (کېټي)— ایران ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان، پاکستان او عراق ته د صادراتو د اسانتیا او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر مقرراتو او اجرایي کړنلارو د بیاکتنې وړاندیزونه ارزوي.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال، حمید قنبري، ویلي، چې ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو لپاره یو شمېر طرحې تر ارزونې لاندې دي.
قنبري دغه څرګندونې د ایران د اقتصادي اړیکو د همغږۍ مرکز له دولسمې غونډې وروسته کړې دي. دغه غونډه د شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې جوړه شوې وه او پکې د صادرونکو ستونزې، د لېږد رالېږد خنډونه او د غیرنفتي صادراتو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د قنبري په وینا، د ټرانسپورتي لارو او اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډۍ د یو شمېر ایراني صادرونکو لپاره د خپلو سوداګریزو ژمنو پوره کول ستونزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې ځینې سوداګر د اړینو توکو په برابرولو او د بهرنیو اسعارو اړوند ژمنو په خپل وخت پوره کولو کې له ستونزو سره مخ شوي دي.
نوموړي ویلي، چې د دغو ستونزو د حل لپاره د ځینو مقرراتو او اجرایي کړنلارو د بیاکتنې وړاندیز شوی او اړوندو دولتي ادارو هم له دغو وړاندیزونو سره موافقه کړې ده.
د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت به د صادراتو پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو اړوند وړاندیزونه د افغانستان، پاکستان او عراق له سفارتونو او قونسلګریو سره هم شریک کړي.
د دغو طرحو موخه له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانتیا، د صادرونکو د ستونزو کمول او د ایران د غیرنفتي صادراتو پیاوړتیا ښودل شوې ده.
خو په راپور کې نه دي روښانه شوي، چې کوم مقررات به بدلون ومومي او دغه وړاندیزونه به څه وخت عملي شي.