کابلټریبیون (کېټي)— فرانسې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د طالبانو له ادارې سره ډیپلوماټیکې اړیکې نه دي لرلې او له دغې ادارې سره د اړیکو عادي کول به د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت له بدلونونو او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو له رعایت سره تړلي وي.
د اروپا او بهرنیو چارو لپاره د فرانسې وزارت ویلي، له افغانستان سره د اړیکو راتلونکی به د دغه هېواد له سیاسي او امنیتي شرایطو سره سم وټاکل شي. پاریس د هر ډول احتمالي پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو د حقونو پر رعایت هم ټینګار کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، فرانسې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۱۷۷ میلیونه یورو بشري مرستې کړې دي. په همدې موده کې فرانسې له ۱۷ زرو څخه د ډېرو افغانانو کوربهتوب هم کړی دی.
سره له دې چې د فرانسې او طالبانو د ادارې ترمنځ رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نشته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه دوام لري. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او فرانسې ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت ۳۵.۱ میلیونه یورو و.
د فرانسې دریځ څرګندوي، چې دغه هېواد له افغانانو سره د بشري مرستو برابرول له طالبانو سره د رسمي اړیکو له جوړولو جلا ګڼي. خو وزارت له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیل لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو د تعامل په اړه اندېښنې
د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې د افغان پناهغوښتونکو د بېرته لېږلو په تړاو له طالبانو سره د اروپايي هېوادونو تعامل ښايي د بشري حقونو په برخه کې له ملموسو بدلونونو پرته د دغې ډلې د واکمنۍ عادي کېدو ته زمینه برابره کړي.
د کارپوهانو اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې، چې د طالبانو یو پلاوي د ۲۰۲۶ کال په جون کې بروکسل ته سفر وکړ او له اروپايي چارواکو سره یې خبرې وکړې. د راپور له مخې، اروپايي کمېسیون دغه لیدنه تخنیکي بللې وه، خو د طالبانو د پلاوي مشر تاریخي بللې وه.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همداراز د هغو اروپايي هېوادونو پر اقداماتو اندېښنه ښودلې، چې د افغانانو د بېرته لېږلو د بهیر د اسانه کولو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې کوي او د دغې ډلې قونسلګري چارواکو ته په خپلو قلمروونو کې د فعالیت یا سفر اجازه ورکوي.
کارپوهانو له اروپايي حکومتونو غوښتي، چې له طالبانو سره د هر ډول تعامل لپاره روښانه بشري حقونو پورې تړلي شرایط وټاکي او د پام وړ بدلونونو تر رامنځته کېدو مخکې د دغې ادارې د مشروعیت له پیاوړتیا ډډه وکړي. د دوی په وینا، د نجونو او ښځو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو لرې کول د دغو بدلونونو له مهمو برخو څخه دي.
د افغانانو د بېرته لېږلو پر سر اختلافونه
د امریکا غږ د راپور له مخې، فرانسې هم له هغو افغانانو سره د چلند په تړاو چې په دغه هېواد کې په ناقانونه توګه اوسېږي یا د امنیتي ګواښ په توګه پېژندل شوي، له طالب استازو سره تخنیکي خبرې کړې دي.
فرانسوي چارواکو ټینګار کړی، چې دا ډول تماسونه د طالبانو د ادارې د رسمي پېژندنې په معنا نه دي.
په اروپا کې د افغان پناهغوښتونکو د بېرته لېږلو موضوع په داسې حال کې لانجمنه شوې، چې حکومتونه هڅه کوي د ایستلو پرېکړې عملي کړي، خو د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان ښايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ځورونې او نورو جدي خطرونو سره مخ شي.