کابل ټریبیون (کېټي)— د سویس چارواکو د هغو افغانانو شخصي معلومات د طالبانو له ادارې سره شریک کړي چې له سویس څخه د شړلو له خطر سره مخ وو.
دا معلومات د سویس اینفوڅېړنیزې ډلې لخوا د رابرسېره شويو اسنادو له مخې خپاره شوي.
د راپور له مخې، د طالبانو څلور کسیز پلاوي د ۲۰۲۵ کال د اګسټ له ۱۹مې تر ۲۱مې پورې د سویس په جنیوا ښار کې سفر کړی و، څو د هغو ۱۳ افغانانو هویت تثبیت کړي چې په سویس کې په جرمونو محکوم شوي وو او چارواکو یې د شړلو غوښتنه کوله.
د سویس د کډوالۍ سکرتریت (SEM) تایید کړې چې له دې بهیر وروسته درې افغان نارینه افغانستان ته شړل شوي او د نورو کسانو د شړلو پلان هم شته.
د طالبانو پلاوي ته د افغانانو معلومات ورکړل شوي
د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، سویسي چارواکو د طالبانو ادارې ته د هغو افغانانو په اړه معلوماتي پاڼې ورکړې وې چې د شړلو لپاره تر څېړنې لاندې وو. په دغو اسنادو کې د هغوی شخصي معلومات شامل وو.
اسناد ښيي چې سویسي چارواکو وروسته له ځینو افغانانو څخه په افغانستان کې د خپلو خپلوانو د اړیکو معلومات هم غوښتي وو، څو د هغوی د هویت په تثبیت کې مرسته وکړي؛ خو دغو کسانو د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې وه.
د سویس چارواکو ویلي چې له طالب استازو سره دا همکاري د دې لپاره اړینه وه چې افغانستان یوازې هغه سفري اسناد مني چې په کابل کې د چارواکو له خوا صادر شوي وي. د سویس د کډوالۍ سکرتریت ټینګار کړی چې د دې ماموریت اسانتیا برابرول د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو معنا نه لري.
د سفر لګښتونه او د استوګنې موضوع
د اسنادو له مخې، د طالبانو څلور کسیز پلاوی د جنیوا په «موونپیک» هوټل کې دوه شپې پاتې شوی و. د سویس حکومت د دې سفر لپاره ۱۳ زره او ۴۹۰ سویسي فرانکه لګولي وو، چې شاوخوا ۱۶ زره او ۲۵۰ امریکايي ډالره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د سویس د کډوالۍ سکرتریت تر دې وړاندې ویلي وو چې افغان چارواکي د خپل سفر پر مهال د هوايي ډګر له ساحې نه وو وتلي. خو تازه اسناد ښيي چې پلاوي له هوايي ډګر څخه بهر په یوه هوټل کې استوګنه کړې وه.
د اسنادو له مخې، د پلاوي هر غړي ته د ورځنیو لګښتونو لپاره ۱۵۰ سویسي فرانکه هم ورکړل شوي وو. سویسي چارواکو ویلي چې دغه پیسې د غونډو او د سیمې دننه د تګ راتګ لګښتونو لپاره وې.
د پلاوي ټولو څلورو غړو ډیپلوماتیک پاسپورټونه لرل او د سویس د بهرنیو چارو وزارت د هغوی د ویزو په برابرولو کې مرسته کړې وه. خو د سویس د کډوالۍ سکرتریت ویلي چې د پلاوي هېڅ غړي ډیپلوماتیک مصونیت نه درلود.
د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې
د اسنادو افشا کېدو د کډوالو د حقونو د سازمانونو او د بشري حقونو د فعالانو اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره د هغو کسانو د شخصي معلوماتو شریکول چې پخوا یې په سویس کې د خوندیتوب غوښتنه کړې وه، ښايي د هغوی او د هغوی د کورنیو خوندیتوب له خطر سره مخ کړي.
الیزا تورڅي، د سویس په فرانسوي ژبې سیمه کې د پناه غوښتونکو او بهرنیانو د حقونو د څار ادارې (ODAE) همغږې کوونکې، ویلي چې د هغو کسانو شخصي معلومات له داسې رژیم سره شریکول چې د بشري حقونو په سیستماتیکو سرغړونو تورن دی، خورا جدي موضوع ده.
د کډوالو د حقونو د دفاع سازمان «AsyLex» استازې لیا هونګربولر هم له طالبانو سره د معلوماتو شریکول د اندېښنې وړ بللي دي. هغې په کابل هوايي ډګر کې د بېرته ستنېدونکو کسانو د ساتلو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي.
د سویس د کډوالۍ سکرتریت ویلي چې تر اوسه یې له هغو کسانو څخه منفي راپور نه دی ترلاسه کړی چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي. دغه اداره وايي، داسې کومه پېښه هم نه ده ورمعلومه چې له شړلو وروسته په کابل هوايي ډګر کې ساتل شوی کس بیا محکمې ته وړاندې شوی وي.
د سویس د شړلو تګلاره تر نیوکو لاندې
د سویس د سوسیالډیموکرات ګوند د پارلمان غړي ژان تشوپ، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې یې د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه له حکومت څخه پوښتنه کړې وه، ویلي چې که په اسنادو کې راغلي جزئیات تایید شي، نو د سویس همکاري له عادي قونسلي خدماتو ورهاخوا تللې ده.
نوموړي دا پوښتنه هم راپورته کړې چې سویسي چارواکو افغانستان ته د ستنېدونکو کسانو د برخلیک او خوندیتوب په اړه کوم تضمینونه ترلاسه کړي وو.
سویس د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې د هغو افغان نارینهوو د شړلو لړۍ بیا پیل کړې وه چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وو. چارواکو ویلي وو چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنول په ځانګړو شرایطو کې د منلو وړ دي.
خو د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) او نورو د بشري حقونو بنسټونو د دې تګلارې مخالفت کړی او په افغانستان کې یې د خپلسرو قضایي پرېکړو، شکنجې، عامه اعدامونو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، د افغانانو د بېرته ستنولو په برخه کې له طالبانو سره همکاري باید د هغوی د خوندیتوب او بنسټیزو حقونو په بیه نه وي. د سویس د چارواکو او د بشري حقونو د سازمانونو ترمنځ دا اختلاف یو ځل بیا د دې پوښتنې د راپورته کېدو لامل شوی چې اروپايي هېوادونه څنګه کولای شي د شړلو پرېکړې عملي کړي، خو په عین وخت کې د بېرته ستنېدونکو کسانو خوندیتوب هم تضمین کړي.