Search

پاکستان له طالبانو سره د خبرو دوام د ترهګریزو ګواښونو له مهارولو سره مشروط کړ

News image
2 لړم 1405 - 07:20 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره به هغه مهال د خبرو اترو لړۍ وغځوي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي، له طالبانو سره د خبرو اترو دوام هغه مهال ګټور کېدای شي چې د پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره د باور وړ میکانیزم رامنځته شي.

نوموړي د جمعې په ورځ، د لړم په لومړۍ نېټه، په یوه خبري غونډه کې وویل، تر هغه چې طالبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون ونه مني او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، د خبرو اترو دوام به بې‌پایلې وي.

حیدر خان د ملګرو ملتونو د څارونکي ټیم او د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) راپورونو ته په اشارې ادعا وکړه چې اوس مهال په افغانستان کې له ۲۰ ډېرې ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د دغو ډلو فعالیتونه یوازې د پاکستان امنیت نه ګواښي، بلکې د چین، ازبکستان او ایران په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو امنیت ته هم خطر پېښوي.

پاکستان: په تېرو یوه کال کې تر ۱۳۰۰ ډېر وګړي وژل شوي

سجاد حیدر خان ادعا وکړه چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي له امله د پاکستان له ۱۳۰۰ ډېر وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې اسلام‌اباد له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو او خبرو اترو لپاره بېلابېلې لارې ازمویلې دي. د نوموړي په وینا، په دې موده کې د دواړو لورو ترمنځ دوه‌اړخیزې لیدنې او د مسکو فارمټ، قطر، ترکیې، سعودي عربستان او چین په ګډون په بېلابېلو غونډو کې خبرې شوې دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې دغه هڅې د طالبانو د نه انعطاف له امله مطلوبې پایلې ته نه دي رسېدلې.

پاکستان د روسیې د منځګړیتوب لپاره د نوي پلان شتون رد کړ

د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اختلافاتو په حل کې د روسیې د احتمالي منځګړیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، حیدر خان وویل چې پاکستان د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې د مسکو رول مهم بولي، خو دا مهال د منځګړیتوب لپاره کوم نوی پلان یا نوښت نه شته.

نوموړي د مسکو فارمټ په وروستۍ غونډه کې د طالبانو پر دریځ هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د طالبانو استازو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون منلو او د ګډې اعلامیې له تایید سره موافقه ونه کړه.

هغه ټینګار وکړ چې د خبرو اترو د اغېزمنتیا لپاره اړینه ده چې طالبان د ترهګریزو ګواښونو د مهارولو مسؤلیت ومني او د سیمې د هېوادونو د امنیت په برخه کې عملي همکاري وکړي.

د مسکو فارمټ غونډه له ګډې اعلامیې پرته پای ته رسېدلې

تر دې وړاندې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم تایید کړې وه چې د مسکو فارمټ اتمه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ګډې اعلامیې له تصویب پرته پای ته رسېدلې ده.

د دواړو لورو ترمنځ د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او د سیمه‌ییزې همکارۍ په اړه اختلافات لا هم د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي.

یادونه: په دې راپور کې د ترهګرو ډلو د شمېر، د تلفاتو او د طالبانو د دریځ په اړه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله نقل شوې دي او په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.