کابلټریبیون (کېټي)— ملګرو ملتونو د دغه سازمان د ۸۱مې کلیزې په مناسبت د افغانانو د زغم او مقاومت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د څو لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بېځایه کېدو او اقلیمي بدلونونو له امله د افغانستان خلک لا هم له ګڼو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دغه سازمان د اکټوبر ۲۴مې، د ملګرو ملتونو د ورځې، په مناسبت په خپل پیغام کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو او هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په اړه ځانګړې اندېښنه څرګنده کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو، د بشري حقونو د خوندیتوب، اقتصادي فرصتونو برابرولو او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په برخو کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د خلکو په لاس کې دی او ملګري ملتونه به د افغانانو د ملاتړ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، افغانان له ګڼو ننګونو سره سره د زغم او مقاومت څرګندونه کوي، خو د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره لا هم پراخو هڅو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو ورځ
د اکټوبر ۲۴مه هر کال د ملګرو ملتونو د ورځې په توګه نمانځل کېږي. دغه ورځ په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو د منشور د نافذېدو له کلیزې سره برابره ده؛ هغه منشور چې د دې نړیوال سازمان د رسمي جوړېدو بنسټ یې کېښود.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو، د خلکو د ژوند د ښه کولو او د زیانمنونکو ټولنو د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.