کابلټریبیون (کېټي)— د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د سیاسي او ډیپلوماټیک حل ملاتړ کوي او که دواړه لوري لېوالتیا ولري، چمتو دی چې د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په یوه خبري غونډه
کې ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د نشهيي توکو د
قاچاق د مخنیوي او امنیت په برخو کې خپلې همکارۍ پراخوي.
زاخارووا زیاته کړې، د روسیې او افغانستان ترمنځ د پوځي او تخنیکي
همکاریو تړون، چې د روان کال په مې میاشت کې په مسکو کې لاسلیک شوی، د افغانستان د
دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په موخه دی.
نوموړې په خپلو څرګندونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو
د هواري لپاره پر سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو چارو ټینګار کړی، خو د کړکېچ د کمولو
په برخه کې یې د روسیې د احتمالي مرستې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
د روسیې دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان او پاکستان
ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او د امنیتي ستونزو د هواري لپاره ډیپلوماټیکې هڅې د
دواړو هېوادونو لپاره مهمې بلل کېږي.