Search

پاکستان، قطر، ترکیې او اندونیزیا د دفاعي همکاریو تړون لاسلیک کړ

News image
30 تله 1405 - 11:22

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— پاکستان، قطر، ترکیې او اندونیزیا د دفاعي همکاریو د پیاوړتیا، د پوځي تولید د پراختیا او د ګډو ټکنالوژیکي وړتیاوو د رامنځته کولو لپاره یو څو اړخیز تړون لاسلیک کړ.

د ترکیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، دغه تړون چې د «بدر تفاهم‌لیک» نومول شوی، په قطر کې د پاکستان، قطر او ترکیې د دفاع وزیرانو او د اندونیزیا د دفاع وزارت د مرستیال له‌خوا لاسلیک شوی دی.

د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د ترکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر، د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د دفاع په چارو کې د دولت وزیر شیخ سعود بن عبدالرحمن، او د اندونیزیا د دفاع وزارت مرستیال یوسف جوهري ګډون درلود.

د ترکیې د دفاع وزارت په وینا، د دغه تړون موخه د دفاعي صنایعو پیاوړتیا، د پوځي وړتیاوو لوړول او په څېړنه، ټکنالوژیکې پراختیا، تولید او تخنیکي روزنه کې د همکاریو پراخول دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په اېکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، پاکستان له باوري شریکانو سره د دفاعي همکاریو پیاوړتیا ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

هغه زیاته کړې، دغه تفاهم‌لیک د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره د څلورو هېوادونو ګډه ژمنتیا څرګندوي. د نوموړي په وینا، هېوادونه به د خپلو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې د پر ځان بسیا کېدو، صنعتي همکاریو، ګډ تولید او د ټکنالوژۍ د لېږد فرصتونه وڅېړي.

پر ګډ تولید او ټکنالوژۍ ټینګار

د ترکیې د دفاعي صنایعو د ادارې مشر هالوک ګورګون ویلي، دغه تړون په ګډ تولید او ټکنالوژیکې پراختیا کې د ستراتیژیکو همکاریو لپاره بنسټ برابروي.

د هغه په وینا، د ټکنالوژۍ شریکول، ګډې پراختیایي چارې او د کورني تولیدي ظرفیت لوړول د دوامدارو دفاعي صنایعو د جوړولو لپاره مهم دي.

ګورګون زیاته کړې، د څلورو هېوادونو د وړتیاوو په یوځای کولو سره کېدای شي عملي ګډې پروژې رامنځته شي او همکاري له دودیزو وسلو پېرلو څخه پراخو صنعتي مشارکتونو ته وغځېږي.

د قطر دولتي خبري اژانس د دغه تړون د نوم په اړه ویلي، «بدر» د میاشتې بشپړې سپوږمۍ ته اشاره کوي او د دې نښه ده چې څلور واړه هېوادونه کولای شي په دفاعي او اقتصادي همکاریو کې د یو بل وړتیاوې بشپړې کړي.

د دغه اژانس په وینا، نور دوست هېوادونه هم د هغو معیارونو له مخې چې څلور لاسلیک کوونکي هېوادونه به پرې هوکړه وکړي، له تړون سره یوځای کېدای شي.

د قطر د دفاع وزارت هم د تړون هرکلی کړی دی.

دغه تړون په داسې وخت کې لاسلیک کېږي چې د پاکستان، قطر او ترکیې ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې او همکاري دوام لري. تمه ده چې دا تفاهم‌لیک به د څلورو هېوادونو د دفاعي صنایعو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره چوکاټ برابر کړي؛ خو د مشخصو پروژو او د هغو د عملي کېدو د مهالوېش په اړه لا جزئیات نه دي خپاره شوي.