Search

افغانې خبریالې خدیجه امین په اسپانیا کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه وګټله

News image
30 تله 1405 - 10:02 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— افغانې خبریالې او د ښځو د حقونو فعاله خدیجه امین په اسپانیا کې د «پناه‌غوښتونکو لپاره ژوند» جایزه ګټلې ده. دغه جایزه د چهارشنبې په ورځ د پناه‌غوښتونکو لپاره د اسپانیا د کمېسیون (CEAR) د جایزو د لسم پړاو په مراسمو کې هغې ته ورکړل شوه.

مېرمن امین افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دغو جایزو په لسم پړاو کې څه باندې ۵۰ کسان نوماندان وو.

خدیجه امین په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته اسپانیا ته کډه شوې ده. نوموړې له هغه وخت راهیسې د افغان خبریالانو او ښځو د حقونو د دفاع او عدالت غوښتنې په برخه کې فعالیت کوي.

هغې د افغان ښځو د پیاوړتیا او زده‌کړو ته د هغوی د لاسرسي لپاره د «امید ازادي» په نوم یوه ټولنه هم جوړه کړې ده.

مېرمن امین د دغې جایزې ترلاسه کول یوازې خپله شخصي بریا نه بولي، بلکې وايي، دا د پناه‌غوښتونکو او کډوالو د هڅو، وړتیاوو او لاسته راوړنو د پېژندلو لپاره یو مهم فرصت دی.

هغې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، باور لري چې دا ډول جایزې په کوربه هېوادونو کې د کډوالو او پناه‌غوښتونکو په اړه د منفي لیدلوري په بدلولو کې اغېزناک رول لري.

د هغې په وینا، پناه‌غوښتونکي یوازې هغه کسان نه دي چې مرستې او ملاتړ ته اړتیا لري، بلکې هغوی وړتیاوې او تجربې لري، لویې هیلې لري او کولای شي په کوربه ټولنو کې ارزښتناک رول ولوبوي.

«هېڅوک د پناه غوښتنې په هیله نړۍ ته نه راځي»

خدیجه امین وايي، هېڅوک نه غواړي خپل کور، کورنۍ، ملګري، خاطرې او هغه ټاټوبی پرېږدي چې په کې لوی شوی وي؛ خو کله ناکله شرایط خلک اړ باسي چې د خپل ژوند، ازادۍ او راتلونکي د خوندي کولو لپاره هر څه شاته پرېږدي.

هغې زیاته کړې چې خپله یې هم د پناه‌غوښتنې له ستونزو او سختیو سره مخامخ شوې ده.

مېرمن امین هیله څرګنده کړې چې هېڅ انسان د امنیت، ازادۍ او باعزته ژوند د ترلاسه کولو لپاره د خپل کور او ټاټوبي پرېښودو ته اړ نه شي.

هغې ټینګار کړی چې که څه هم کډوال خپل هېواد پرېږدي، خو خپل هویت نه هېروي او نه ترې لاس اخلي.

د CEAR جایزې

د پناه‌غوښتونکو لپاره د اسپانیا کمېسیون (CEAR) له ۲۰۰۱ کال راهیسې هر کال هغو کسانو او بنسټونو ته جایزې ورکوي چې د پناه‌غوښتونکو او کډوالو د حقونو د دفاع او ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي.

د خدیجې امین دغه جایزه په داسې حال کې ترلاسه کړې چې نوموړې په اسپانیا کې د افغان ښځو د حقونو، پیاوړتیا او زده‌کړو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.