Search

اروپايي ټولنه: د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه له افغانستان سره د اړیکو عادي کېدو خنډ دي

News image
1 ساعته مخکې

کابل ټریبیون (کې‌ټي) — د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلسن په کابل کې د خپل سفر پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه محدودیتونه له افغانستان سره د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د اروپايي ټولنې د اعلامیې له مخې، فریلسن د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۴مې کابل ته سفر کړی او د واکمنو چارواکو، د ډیپلوماټیکې ټولنې د غړو، سیمه‌ییزو همکارانو، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان او د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره یې خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د بشري حقونو وضعیت د نوموړي په ټولو لیدنو او خبرو کې مطرح شوی دی. فریلسن د افغان ښځو د مدني ټولنې له استازو سره په یوه غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د اغېزو او د افغان ښځو د مقاومت او هڅو په اړه د هغوی له خولې معلومات اورېدلي دي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له واکمنو چارواکو سره په خبرو کې یو ځل بیا د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د دې ټولنې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان او سیمې امنیتي وضعیت

د اروپايي ټولنې د اعلامیې له مخې، په لیدنو کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې شوې دي. په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان عمومي امنیتي وضعیت په ټولیز ډول ښه شوی، خو د ترهګرو ډلو دوامدار حضور او له پولو هاخوا فعالیتونه لا هم د اندېښنې وړ دي.

فریلسن د داعش خراسان څانګې په ګډون د هغو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې سیمه‌ییز او احتمالي نړیوال ګواښونه رامنځته کولای شي.

نوموړي ټینګار کړی چې واکمن چارواکي باید پر خپلې هغې ژمنې عمل وکړي چې له مخې یې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره نه کارول کېږي.

هغه د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د واکمنو چارواکو هڅې هم یادې کړې، خو د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي د هغو بزګرانو لپاره د بدیلو او دوامدارو معیشتي لارو چارو پر برابرولو ټینګار کړی چې د کوکنارو د کښت د محدودېدو له امله اغېزمن شوي دي. د اعلامیې له مخې، اروپايي ټولنه له وړاندې په دې برخه کې ملاتړ برابروي.

له پاکستان سره د خبرو پر بیا پیل ټینګار

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې او د سیمې ثبات هم د فریلسن د سفر له مهمو موضوعاتو څخه وو.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له سیمه‌ییزو همکارانو سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل ټینګار کړی، څو دواړه هېوادونه خپلې امنیتي اندېښنې د خبرو له لارې حل کړي.

نوموړي همدارنګه د تاوتریخوالي پر کمولو او د ملکي وګړو او ملکي زېربناوو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکارانو د منځګړیتوب له هڅو او د سولې او ثبات په ټینګښت کې د اسلامي همکاریو سازمان له رول څخه هرکلی کړی دی.

فریلسن د سیمه‌ییز اتصال د پراختیا لپاره روانې هڅې هم مهمې بللې او ویلي یې دي چې دغه هڅې کولای شي د سیمې اقتصادي پرمختګ او د افغانانو هوساینې ته ګټه ورسوي.

د دوحې بهیر او ټولشموله حکومتولي

فریلسن یو ځل بیا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې له بهیر څخه د اروپايي ټولنې ملاتړ څرګند کړی دی.

د اعلامیې له مخې، نوموړي د نړیوالې ټولنې پر یووالي او همغږۍ او په دغه بهیر کې د واکمنو چارواکو پر رغنده ګډون ټینګار کړی، څو له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د بېرته ټینګېدو لپاره زمینه برابره شي.

هغه ویلي چې په دې برخه کې پرمختګ د افغانستان د نړیوالو ژمنو په عملي کولو پورې تړلی دی او د ټولشموله حکومتولۍ پر اهمیت یې هم ټینګار کړی دی.

له افغانانو سره د مرستو دوام او د اقلیم بدلون

د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي د سفر یوه بله موضوع له افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو دوام و.

د اعلامیې له مخې، اروپايي ټولنه د روغتیا، پوهنې، د ټولنو د پیاوړتیا او معیشت په برخو کې له افغانانو سره مرسته کوي. په دغو مرستو کې له ایران او پاکستان څخه بېرته راستنېدونکو افغانانو ته هم پاملرنه کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې مرستې یې د اصولو پر بنسټ وړاندې کېږي، څو ښځې هم د مرستو اصلي ګټه اخیستونکې وي او هم د هغو د رسولو په بهیر کې ونډه ولري.

فریلسن ټینګار کړی چې افغانستان ته د کډوالو بېرته راستنېدل باید په خوندي، منظم او له انساني کرامت سره سم ډول ترسره شي.

په لیدنو کې پر افغانستان د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په اړه هم خبرې شوې دي. نوموړي له واکمنو چارواکو او نړیوالو همکارانو غوښتي چې د اقلیم اړوند پروژو ته لومړیتوب ورکړي، څو د اقلیمي بدلونونو احتمالي زیانونه راکم شي.

د کلتوري میراث ساتنه

د سفر په پای کې فریلسن د افغانستان د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د هېواد د کلتوري میراث د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

نوموړي په کابل کې د ماشین‌خانې له صنعتي کمپلېکس څخه هم لیدنه کړې، چې د آغا خان د کلتور بنسټ په ملاتړ بیارغول شوی دی.

اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې یې تعامل د اصولو پر بنسټ، عملي او د افغانانو پر اړتیاوو متمرکز دی. فریلسن د خپل سفر پر مهال د شوې مېلمه‌پالنې مننه هم کړې ده.