Search

قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په بدل کې اروپا ته د خپلو کارګرانو لېږلو وړاندیز رد کړ

News image
23 ساعته مخکې خالد حمیدزوی

کابل ټریبیون (کې‌ټي) — د قرغیزستان رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جنبیک کولوبایف له قوله راپور ورکړی، چې د اروپا ځینو هېوادونو وړاندیز کړی څو قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو منلو ته غاړه کېږدي او په بدل کې یې اروپايي هېوادونه د قرغیزستان ماهر کارګران ومني.

کولوبایف ویلي، قرغیزستان له دې وړاندیز سره مخالف دی او چمتو نه دی چې اروپا ته د خپلو کارګرانو د لېږلو په بدل کې د کډوالو د منلو پر داسې شرایطو خبرې وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د قرغیزستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ کمېټې په غونډه کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپایي هېوادونو له طالبانو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې اترې کړي. د بشری حقونو څار سازمان تازه له فرانسې او ځینو نورو اروپایي هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي.