کابلټریبیون (کېټي) — د طالبانو تر ادارې لاندې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي اداره وايي، چې په افغانستان کې د تېر یوه کال په ترڅ کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۶۷۹ کسان مړه شوي او ۱۶۳۴ نور ټپیان شوي دي.
دې ادارې د حوادثو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په
خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په دې موده کې ۴۴ زره او ۹۱۸ کورنۍ د طبیعي پېښو له
امله زیانمنې شوې دي.
د راپور له مخې، طبیعي پېښو د خلکو پر استوګنځایونو، کرنیزو ځمکو او
عامه بنسټونو پراخ زیانونه اړولي دي. په دې پېښو کې ۴۴۷۰ کورونه په بشپړ ډول او ۱۷
زره او ۶۶۴ نور په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
راپور زیاتوي، چې ۴۹۶ دوکانونه په بشپړ ډول او ۳۹۷ نور په نسبي ډول
زیانمن شوي دي. همدارنګه، ۱۰۱ جوماتونه، ۲۸ ښوونځي او درې روغتیايي مرکزونه هم
ویجاړ شوي دي.
د یادې ادارې د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۳۸۰۸ چینې او کانالونه، ۱۷۴۶
کیلومتره سړکونه، د برېښنا ۹۵ شبکې او ۱۹۵ پلونه او پلچکونه هم زیانمن شوي یا
ویجاړ شوي دي.
په کرنیز سکتور کې هم د پام وړ زیانونه ثبت شوي دي. د راپور له مخې، د
۷۲ زره او ۸۷۴ جریبه کرنیزې ځمکې حاصلات او د ۱۰ زره او ۴۳۸ جریبه باغونو ونې له
منځه تللې دي. سربېره پر دې، ۶۸۵۶ سولر تختې هم تخریب شوې دي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې ملي ادارې په راپور کې د
تلفاتو او زیانونو شمېرې د پېښو د ډول یا ولایتونو له مخې په جلا توګه نه دي مشخصې
کړې.