کابلټریبیون (کېټي) — د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر برهم صالح وايي، د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې نږدې اووه میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرائیوي کمېټې په
غونډه کې ویلي، چې د دغو کسانو ډېری یې په سختو شرایطو کې په جبري ډول افغانستان
ته ستانه کړل شوي دي.
د صالح په وینا، په افغانستان کې ټولنې له بېوزلۍ، د اساسي خدمتونو
له کمښت او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ دي او د دې وضعیت د ښه کېدو لپاره د
نړیوالې ټولنې لا ډېر ملاتړ او پانګونې ته اړتیا ده.
افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر په داسې حال کې دوام لري، چې دغه
هېواد له اقتصادي ستونزو او بشري اړتیاوو سره مخ دی. د ستنېدونکو کډوالو لپاره د
سرپناه، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او د معیشت د برابرولو اړتیا د بشري مرستو پر
وړاندې فشار زیاتوي.