Search

د روسیې د کورنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته رسېدلی

News image
21 تله 1405 - 10:51 خالد حمیدزوی

د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسیف د دوشنبې په ورځ د څلور ورځني سفر لپاره د پاکستان پلازمېنې اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویاندې ایرینا فولک ویلي، چې کولوکولتسیف به د خپل سفر په ترڅ کې د پولیسو له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړي، په رسمي غونډو کې به ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قانون پلي کولو په برخه کې د همکارۍ د اوسني وضعیت او پراختیا پر لارو چارو به خبرې وکړي.

هغه به د دغه هېواد امنیتي چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې هم وکړي.