کابلټریبیون (کېټي)— د پاکستان د پوځ یوه روزنیزه الوتکه د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې لوېدلې او دوه پیلوټان یې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د معلوماتو
له مخې، پېښه د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۲مه، د غرمې شاوخوا د کوټې ښار په
نوان کلی سیمه کې شوې ده.
د یادې ادارې په وینا، د پوځ د هوايي چلند مشاق روزنیزه الوتکه د
تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې ده.
په پېښه کې د الوتکې دواړه پیلوټان، مېجر حسنین شهزاد همایون، چې د
روزونکي پیلوټ په توګه یې دنده ترسره کوله، او کپتان عبدالصمد، چې د زدهکوونکي
پیلوټ په توګه یې روزنه ترلاسه کوله، وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي
خپاره کړي.