Search

امریکايي سناتورانو له ټرمپ غوښتي چې له روسیې سره د ډیزلو هوکړه لغوه کړي

News image
20 تله 1405 - 09:16 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— د امریکا د سنا اوو غړو، چې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټان دواړه پکې شامل دي، له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له روسیې سره د ډیزلو په اړه له خپلې هوکړې په شا شي. سناتوران وايي، دغه اقدام ښايي د هغو امریکايي قوانینو خلاف وي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د تمویل د مخنیوي لپاره د روسیې د انرژۍ واردات منع کوي.

د رویټرز د راپور له مخې، څلورو جمهوري غوښتونکو او درېیو ډیموکراټ سناتورانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې کانګرس په ۲۰۲۲ کال کې له روسیې څخه د انرژۍ واردات منع کړل، څو د امریکایانو پیسې د روسیې د ولسمشر ولاډیمیر پوټین د جګړې د تمویل لپاره ونه کارول شي.

سناتورانو پر امریکايي حکومت نیوکه کړې چې د ډیزلو د هوکړې په اړه یې له کانګرس سره سلا مشوره نه ده کړې او نه یې د خپلې پرېکړې په اړه هغه وضاحت وړاندې کړی چې د قانون له مخې اړین دی.

هغوی په اعلامیه کې ویلي: «متحده ایالات باید پوتین ته د مالي ملاتړ وسیله برابره نه کړي، په داسې حال کې چې روسیه لا هم د اوکراین ملکي وګړي وژني. حکومت باید سمدستي له خپلې پرېکړې په شا شي.»

په اعلامیه کې د جمهوري غوښتونکو سناتورانو سوزان کولینز، لیزا مرکوسکي، تام ټیلیس او جان کورټیس، او د ډیموکراټ سناتورانو جین شاهین، ریچارډ بلومنتال او ران وایډن نومونه شامل دي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي وو چې روسیې هوکړه کړې څو نړیوالو بازارونو ته ډیزل ورسوي. د هغه ادارې هم په موقتي ډول پر روسي سون‌توکو ځینې بندیزونه لرې کړي دي. دغه بندیزونه د دې لپاره لګېدلي وو چې د اوکراین پر وړاندې د جګړې لپاره د مسکو عایدات محدود کړي.

د جمهوري غوښتونکو سناتور تام ټیلیس د یکشنبې په ورځ ویلي چې له روسیې سره د ډیزلو هوکړه ښايي ناقانونه وي او د امریکایانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

ټیلیس د اېن‌بي‌سي ټلوېزیون له «مېټ د پرېس» خپرونې سره په خبرو کې ویلي: «زه باور لرم چې د دې لپاره معقول دلایل شته چې ووایو ولسمشر د قانون له مخې عمل نه کوي.»

ډیزل په کرنه، د کورونو په تودولو او د بار وړونکو موټرو په فعالیت کې مهم رول لري. د دې سون‌توکي بیې نږدې ریکارډي کچې ته رسېدلې دي او د بیو لوړېدل ښايي د نومبر په درېیمه د امریکا د کانګرس په منځمهاله ټاکنو کې جمهوري غوښتونکو ته سیاسي زیان ورسوي.

په دغو ټاکنو کې به معلومه شي چې جمهوري غوښتونکي په کانګرس کې خپل اکثریت ساتلی شي که نه.